AP ۱۴۰۳ وږی ۲۶ ۱۲:۵۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85597587
T T
۰ Persons

Tags

په جوزجان ولايت کې ٣٠ کيلوګرامه ترياک کشف او ترلاسه شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت په جوزجان ولایت کې د ۳۰ کیلوګرامو تریاک د کشف خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله،  د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو یکشنبه د وږی په ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د جوزجان امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې پولیسو په دغه ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د کشفي عملياتو په ترڅ کې له یوه سراچې څخه ۳۰ کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه کړي دي.

خبرځاى زياته کړه: پوليسو ددغې قضيې په اړوند يو تن نيولى دى.  د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، پولیسو د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې هم ۴۵ کیلوګرامه چرس نیولي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .